د ننګرهار په سره رود، چپرهار، کامه او روداتو ولسوالیو کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د "څارنې او پلټنې او خوړو او درملو امریتونو" له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۲۶ روغتیایي مرکزونه د مسلکي کارکوونکو نه شتون او روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې ۹۹۷ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي هم راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.
