د هرات او فراه ولایتونو د ډاکټرانو او قابله‌ګانو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیزې دورې ترسره شوې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو کنټرول او مخنيوي لوی ریاست اړوند د غیر ساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي ډیپارټمنټ له لوري د هرات او فراه ولایتونو د ډاکټرانو، قابله‌ګانو او ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه روزنیزه دوره ترسره شوه.

د یادو ولایتونو د کلینیکونو او روغتونونو ۵۰ تنو ډاکټرانو لپاره څلور ورځنۍ او د ۵۰ تنو قابله‌ګانو لپاره درې ورځنۍ روزنيزې دورې تر سره او د ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو ۱۰۰ تنو ته د غیر ساري ناروغیو مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص او درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، په غیر ساري ناروغیو د اخته ناروغانو د مدیریت او روغتیايي مشورو په برخو کې روزنې ورکړل شوې.

په دې روزنیزو دورو کې د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د غیر ساري ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې د ډاکټرانو او ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو رول اغېزناک وباله.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې خپلې ترلاسه کړې پوهې او تجربې له خپلو نورو همکارانو سره په کلینیکونو، روغتونونو او کلیو کې شریکې کړي؛ څو د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د لا ډېرو روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د سرپل له والي سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، قاري بختیار معاذ سره لیدنه وکړه

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۸
Background image

د هرات او فراه ولایتونو د ډاکټرانو او قابله‌ګانو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیزې دورې ترسره شوې

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو کنټرول او مخنيوي لوی ریاست اړوند د غیر ساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي ډیپارټمنټ له لوري د هرات او فراه ولایتونو د ډاکټرانو، قابله‌ګانو او ټولنیزو روغتیايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۴
Background image

بلخ ولایت کې د دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو وضعیت وارزول شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد له تخنیکي پلاوي سره بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه يیز روغتون، د یو شمېر خصوصي. . .

BACK TO NEWS