د هرات درېیمې ناحیې اړوند، بکر آباد سیمه کې د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
یاد نظارت د هرات عامې روغتیا ریاست نظارت مسؤلینو له لوري وشو، چې پایله کې یې ۱۵ قلمه بېلا بېل خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه یاد ریاست ته ولېږدول شول.
همداراز، د پلورنځيو مسؤلینو ته سپارښتنې ترسره او ژمنې ترې واخیستل شوې، چې له دې وروسته به بې کیفیته او له نېټې تېر خوراکي توکي نه پلوري.
