د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یو بشپړ جامع روغتون پرانیستل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت سنګین ولسوالۍ کې د نږدې شپږ ویشت میلیونه افغانیو په ارزښت د یو ، نوي جوړ شوي بشپړ جامع روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره کړه

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د هلمند ولایت والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم ،  د هلمند ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي شفیع الله او ځایي اوسیدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې په یاد جوړ شوي روغتیايي مرکز خوښي وښوده او د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکو ته یې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي وزیر یاد روغتیايي مرکز ته په اشارې وویل ، هڅه کوو د هیواد هر وګړي ته معیاري خدمات برابر او د ولسونو اړتیاوو ته په اساسي شکل کار تر سره کړو.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د روغتیايي سیستم په انکشاف او پراختیا ګړندۍ هڅې جریان لري چې په ائینده کې به د یو خودکفاء او معیاري روغتیايي سیستم لپاره مرستندوی اوسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS