د هوا ککړتیا د مخنیوي او کمولو په موخه په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو او مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو او مرکزونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت ترسره کړ

د دې نظارت په ترڅ کې اړوند چک‌لېستونه ډک او د یادو ملکیتونو او مرکزونو مسؤلینو ته د روغتیايي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او هم ترې ژمنې واخیستل شوې، چې له دې وروسته به د لوګي د تصفیې له ماشین پرته فعالیت نه کوي. همدارنګه، د ملکیتونو او مرکزونو مسؤلینو ته روغتیايي پیغامونه، تبلیغاتي پاڼې او د هوا ککړتیا د کمولو لایحه تشریح او ووېشل شوه؛ ترڅو خپل فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم عیار کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS