د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت پیل شوې لړۍ په مرکز کابل کې پای ته ورسېده

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۴:۲۳
MOPH

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې وه، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل وو.

د نظارتونو یاده لړۍ چې څو میاشتې  وړاندې پیل شوې وه، پر دوام یې په مرکز کابل کې له پاتې څو روغتونونو (فرحت، یکتا، امید د سترګو، شاهي، راضیه بهلول وردګ، مدوا او پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل) روغتونونو څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د هېواد په کچه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ او ناروغانو ته لازم روغتیایي خدمات وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه نظارتي بهیر په مرکز کابل کې پای ته ورسېد او ډېر ژر به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي؛ تر څو د خصوصي روغتیايي مرکزونو فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم ترسره او د خلکو روغتیا خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت کې د ''صادراتو او وارداتو سيستم ډيجيټل کول'' تر سرليک لاندې درې ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو

دغه پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په همکارۍ پيل شو، چې اساسي موخه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د مديريتي سيستمونو ښه والی، د شفافیت زياتوالی، د اجرائيوي بهيرونو چټکتيا او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

نیمروز ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئيس، استاد محمد. . .

BACK TO NEWS