د وارداتي شرکتونو استازو ته د خوړو او درملو معینیت د آنلاین سیسټمونو کارونې په اړه دوه ورځنی ښوونيز ټريننګ ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲
moph

ياد ټريننګ د خوړو او درملو معینیت له لوري د وارداتي شرکتونو استازو ته د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم آنلاین سیسټمونو د کارونې په اړه تر سره شو.

د دغه ټريننګ موخه د وارداتي شرکتونو استازو ته د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم له ډیجیټلي سیسټم سره بلدتیا، د نومليکنې، غوښتنلیکونو د ثبت او په برېښنايي توګه د اړوندو اسنادو د لېږلو او وضعیت تعقیب په برخه کې د ګډونوالو ظرفیت لوړول وو.

په دغه پروګرام کې د روغتيايي محصولاتو او درملو د تنظیم لوی رئیس، مولوي عبدالبصیر قانع د ډیجیټلي سیسټم د اهمیت په اړه خبرې تر  سره او ویې ویل: د دغه سیستم په پلي کېدو سره به د وارداتو اړوند پرو فورمې ډیجیټلي او د غوښتنلیکونو په طی مراحلو او کاري بهیر کې به اسانتياوې او شفافیت رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۶:۸
Background image

له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او پياوړتيا په موخه د سنوفارما فابریکې څخه لیدنه وشوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په ملتیا د سنوفارما د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د روغتونونو د مدیریت په برخه کې ۶ ورځنۍ روزنيزه دوره پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتونونو د مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

په کابل ښار کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره کړ، چې له ډلې یې ۶۷ شرکتونه د معیاري. . .

BACK TO NEWS