د وبايي او ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په موخه همغږۍ ناسته ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت له لوري د نړیوال بانک، روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو سره د وبايي او ساري ناروغیو مخنیوي او کنټرول په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د مقام مشاورینو او د اړوندو ملي او نړیوالو ادارو استازو ګډون کړی و، د وبايي ناروغیو نړیوال صندوق (Pandemic Fund) او د دغه صندوق د وړاندیز طرحې چمتو کولو، د وبايي او ساري ناروغیو مخنیوي او کنټرول، د ناروغیو د ژر کشف او راپور ورکولو، لابراتواري تشخیص، څارنې، د ناروغیو د خپرېدو پر مهال د چټک او اغېزمن غبرګون، چمتووالي او د کاري شریکانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه، ګډونوالو د پانډیمیک صندوق د وړاندیز د طرحې بشپړولو، د اړوندو ادارو د ونډو او اړتیاوو مشخصولو او راتلونکو اقداماتو د منظم تعقیب په اړه خپل نظرونه او سپارښتنې شریکې کړې او د پانډیمیک صندوق د وړاندیز طرحې چمتو کولو لپاره اړین اقدامات تشريح او ټینګار وشو، چې یاده طرحه باید د هېواد له روغتیايي اړتیاوو، موجودو ظرفیتونو او لومړیتوبونو سره سمه چمتو شي.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د وبايي ناروغیو مخنیوي، چمتووالي او پر وړاندې یې د اغېزمن غبرګون لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د منظمې همغږۍ او ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ او ويې وویل، عامې روغتیا وزارت چمتو دی، چې له نړیوالو کاري شریکانو او همکارو ادارو سره په همغږۍ ګډ کار وکړي، څو د پانډیمیک صندوق لپاره اړین او معیاري پروپوزل چمتو شي.
