د پالیسۍ او پلان مرستیال د بلخ له والي سره ولیدل

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۸:۵۵
د پالیسۍ او پلان مرستیال د بلخ له والي سره ولیدل

یکشنبه، کب ١/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او مل پلاوي په یوه رسمي سفر بلخ ولایت ته سفر وکړ او د یوې ناستې په ترڅ کې یې د دغه ولایت له والي مولوي قدرت الله ابو حمزه سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو، د روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې، د دغه ولايت لرې پرتو ولسواليو ته د پاملرنې په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت والي د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت ښه والي او د بلخ د خلکو روغتیایي حالت ته د رسیدګۍ برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال له روغتيايي سکټور سره د دغه ولايت د امنيتي مسوولينو له همکارۍ او د بلخ ولايت د روغتيايي کارکوونکو له هلو ځلو مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د عامې روغتيا وزارت مشرتابه ژمن دی چې د دغه ولايت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت ښه والي، د کارکوونکو معاشونو د ورکړې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د بلخ ولايت د روغتيايي ستونزو د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړي چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS