د پنجشېر ولایت په ایمرجنسي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د HDU څانګه پرانیستل شوه
یاده څانګه د پنجشېر عامې روغتیا رئیس ډاکټر حجتالله محمدي، د یو شمېر روغتیايي مسؤلینو او متخصصینو په شتون کې پرانیستل شوه.
ډاکټر حجتالله محمدي وویل، د دې څانګې په جوړېدو سره به ناروغانو ته د لا غوره روغتیايي پاملرنې، د هغوی د روغتیايي وضعیت د دوامدارې څارنې او بېړنیو پېښو ته د پر وخت رسېدنې زمینه برابره شي.
همدارنګه، د پنجشېر ایمرجنسي روغتون رئیس ډاکټر نستوه محمود شکري وویل، دغه څانګه د هغو ناروغانو د پاملرنې لپاره جوړه شوې، چې دوامدارې څارنې او لا زیاتو تخصصي روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
