د پوليو د له منځه وړلو نړیوال روغتیايي پروګرام (GPEI) د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۴
MOPH

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت په تالار کې د مقام مشاورینو او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د پوليو د له منځه وړلو نړیوال پروګرام (GPEI)، انټرساس، (IFRC)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) او یو شمېر نورو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه وباله او ویې ویل: موږ هڅه کوو چې له خپلو روغتیايي شریکانو سره د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ له لارې په هېواد کې پولیو له منځه یوسو او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

همداراز، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ګډونوالو ته د عامې روغتیا وزارت د ستراتیژۍ د نهایي کېدو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، موږ کولای شو د هغو اجراآتو او معلوماتو پر بنسټ چې په تېرو درېیو میاشتو کې د پولیو د له منځه وړلو نړيوال پروګرام او د دوی د همکارانو له لوري ترسره شوي، خپل راتلونکي پلانونه لا ښه تنظیم او د پروګرام اغېزمنتیا زیاته کړو.

بل لور، په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام تخنیکي مشاور ډاکټر محمد عظیم زمریال کاکړ او د پوليو د له منځه وړلو نړیوال پروګرام استازي ډاکټر روضةالله ضیایي په جلا جلا پریزنټېشنونو کې د واکسین د تطبیق، د پولیو کمپاینونو ترسره کېدو، ترسره شویو فعالیتونو، وړاندیزونو او د پولیو واکسینونو د لا ښه او اغېزمن تطبیق د حل لارو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۶:۸
Background image

له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او پياوړتيا په موخه د سنوفارما فابریکې څخه لیدنه وشوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په ملتیا د سنوفارما د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د روغتونونو د مدیریت په برخه کې ۶ ورځنۍ روزنيزه دوره پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتونونو د مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

په کابل ښار کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره کړ، چې له ډلې یې ۶۷ شرکتونه د معیاري. . .

BACK TO NEWS