د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټیټوټ رئیس د بلخ ولایت د عامې روغتیا رېیس سره ولیدل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۵:۵۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت اړوند پوهاند سید الف شاه غضنفر د روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس، الحاج رحمت الله منصور سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې محصلینو ته د ټرانسپورټي چوپړتیاوو برابرولو، خصوصي انسټېټیوټونو د ارزیابۍ، بلخ ولایت کې د روغتیايي علومو انسټېټیوټ لپاره د نوې ودانۍ جوړولو، په دې انسټېټیوټ کې د فارمسي، رواني روغتیا او لابراتوار څانګو د فعالولو او د محصلینو لپاره د عملي زده کړو او سپورټ برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د بلخ ولایت عامې روغتیا رئیس یادو برخو کې د همکارۍ ترڅنګ په دغه ولایت کې د روغتیايي علومو انسټېټیوټ لپاره د نوې ودانې جوړولو برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

بل لور د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ رئیس د نوموړي غوښتنې واورېدې او په دې برخو کې یې د همکارۍ او پاملرنې ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS