د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۵۴
MOPH

یاد نظارت د پکتیا عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د تطبیق مدیریت له لوري تر سره شو، چې پایله کې څلور کلینیکونه او یو لابراتوار د غیر قانوني فعالیتونو او شفري نسخو لیکلو له امله وتړل شول.

همداراز، د دې نظارت په ترڅ کې د خصوصي روغتیايي سکټور مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې؛ تر څو د عامې روغتیا وزارت له اصولو او مقرراتو سره سم فعالیتونه تر سره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۱
Background image

غور ولایت کې د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انسټېټیوټ ته د څه باندې درې میلیونه افغانيو په ارزښت روزنيز تعلیمي موډولونه وسپارل شول

د دې مرستو موخه د عملي زده کړو کیفیت لوړول او د غور ولایت د پوهاند غضنفر روغتيايي انسټېټيوټ د تدریسي ظرفیت پیاوړتیا بلل شوې ده.

په همدې موخه جوړ شوي مراسمو کې د غور ولايت عامې روغتيا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د بلخ ابو علي سينا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د دماغي تومور جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول

د ياد روغتون د اعصابو جراحي څانګې مسؤلينو خبر ورکړ، چې د دماغ دننه (Intra-axial) تومور لومړني جراحي عمليات، چې د يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د شديد سر درد، زړه بدوالي او د ليد کمښت لامل شوی و، په. . .

BACK TO NEWS