د کابل د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکونې او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۷
moph

د عامې روغتیا وزارت خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم له لوري په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له دندان معاصر، رفاه معالجوي او میوند فاروق نجرابي روغتونونو څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم غړو وویل: د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتونونو د ارزونې بهیر د علمي معیارونو پر بنسټ پیل شوی، چې موخه یې د خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب تأمین دی.

د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر به په مرکز کابل کې له بشپړېدو وروسته ولایتونو ته هم وغځول شي؛ څو د ټولو خصوصي روغتونونو خدمات د ټاکل شوو معیارونو له مخې وارزول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۱۱
Background image

د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له ۷ خصوصي روغتونونو، ۱۰ سراپا کلينيکونو او ۹ تشخيصيه مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له ۷ خصوصي روغتونونو، ۱۰ سراپا کلينيکونو او ۹ تشخيصيه مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د يادو نظارتونو په پايله کې ۲ خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

په کابل ښار کې د خوراکي توکو له پنځو تولیدوونکو فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست اړوند د خطر تحلیل، د خوړو سرویلانس او معیارونو تدوین ریاست مسؤلینو له لوري د خوړو په موادو کې د خطر د تحلیل پر بنسټ، د کابل ښار په نهمه. . .

BACK TO NEWS