د کابل ملي او تخصصي روغتون د بیا رغولو برخه کې د چارو پرمختګ او اصلاحاتو په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۵:۳۹
MOPH

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د کابل ملي او تخصصي روغتون د بیا رغولو برخې تخنیکي ټیم غړو سره ترسره شوه، چې په کې د رغنیزو چارو د پرمختګ او اصلاحاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د تخنیکي ټیم غړو له فعالیتونو د مننې سربېره هغوی ته د چارو لا ښه والي او همغږۍ په موخه لازمي سپارښتنې وکړې.

بل لور د تخنیکي کمېټې غړو ژمنه وکړه، چې د کاري لایحو اړوند به خپلې سپارل شوې چارې په ټاکلي وخت او سمه توګه پرمخ وړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

ياده غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د وزارت مرکزي رئیسانو، یونیسف نړيوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان او د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۱
Background image

د غور ولایت په ۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو د نصب چارې پیل شوې

یادې چارې د ۴۰۶ زره امریکايي ډالره په ارزښت د غور عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې د برېښنا د تولید ظرفیت یې د هر. . .

BACK TO NEWS