د کابل ښار په اوومه او یوولسمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو د کنټرول، احتکار او انحصار د مخنیوي، د کیفیت تأمین او د روغتيايي قوانینو  پلي کېدو په موخه د کابل ښار په اوومه او یوولسمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت پر مهال ۴۰ بابه درملتونونه وڅېړل شول، چې له ډلې یې ۷ بابه درملتونونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د ټولو درملتونونو له مسؤلینو غواړي، چې د روغتيايي قوانینو په رعایت سره خپل فعالیتونه د نافذه لوایحو او مقرراتو سره سم تنظیم او دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

BACK TO NEWS