د کندز ولایت جرګذر کلي کې د یو روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۲:۲۲
MOPH

د یاد روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره د کندز عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري کېښودل شوه، چې پر مهال یې د جرګذر کلي یو شمېر اوسېدونکو هم شتون درلود، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو او فعالیت سره به اړینو روغتیايي خدماتو ته د جرګذر کلي د اوسېدونکو لاسرسي اسانه او ډېری ستونزې حل شي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد الله حکمت وویل، چې د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي او پراختیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د شریکو ادارو، مرستندویه بنسټونو او عامو خلکو همکاري اړینه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS