د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول
د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول.
یاد تجهیزات د عامې روغتیا وزارت د پلان ګذارۍ او برنامه ريزۍ رئیس، ډاکټر عبدالستار صحت په مشرۍ د یوه تخنیکي پلاوي له لوري، د UNHCR ادارې د استازو په شتون کې، ذکر شوي روغتیايي مرکز ته وسپارل شول.
