د کنړ د لرې پرتو سیمو واکسیناتورانو ته ۳۲ عرادې موټرسایکلونه او ۷۶ عدده چوکۍ وسپارل شوې

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کونړ ولایت کې د لرې پرتو سیمو واکسیناتورانو ته د (۲۲۱۴۴۰۰) افغانیو په لګښت ۳۲ عرادې صفر کیلو متر موټرسایکلونه او د روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته د انتظارخونو لپاره ۷۶ عدده چوکۍ وسپارل شوې.

یاد موټرسایکلونه د بېل ګېټس بنسټ په مالي همکارۍ د لرې پرتو سیمو واکسیناتورانو لپاره پېرل شوي وو، چې په مرسته به یې واکسیناتوران وکولای شي پر وخت هېوادوالو ته د واکسین برخه کې اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS