د کونکس دفترونو جوړوولو او نصبولو پروژی د تړون ورکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د څوارلسو ولایتونو د داوطلبانه مشورتي مرکزونو لپاره د کونکس دفترونو جوړوولو او نصبولو پروژه چی د تړون ګڼه یی (GOV/MOPH/CDCD/HIV/CF/NCB/G32/1402) ده. د (رویال لایټ ودانیز او انجنیري شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (D-45699) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (سرک 2، خوشحال خان مینه، نوروز مارکیت، ناحیه 5) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (7,994,000) اوه میلیونه نهه سوه او څلور نوي زره افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.