د کوچني اختر شپو ورځو کې د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې ناروغانو ته په ښه توګه روغتیايي خدمتونو وړاندې شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۲۶
MOPH

د کوچني اختر په شپو ورځو کې د هېواد په ولایتونو کې ناروغانو ته غوره خدمتونه وړاندې شوي، چې نظارتونه یې د ولایتي رئیسانو په مشرۍ ترسوه شول، موخه یې د روغتیايي خدمتونو ارزونه، د ناروغانو ستونزو ته رسېدنه او هغوی ته د غوره خدمتونو وړاندې کول وو، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، فراه، پنجشېر، دایکندي او بلخ ولایتونو له روغتونونو او روغتیايي مرکزونو څخه لیدنې وشوې، چې له نېکه مرغه په ټولو روغتونونو او مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو بهیر په ښه توګه پرمخ روان و، د بستر ناروغانو احوال واخیستل شو، د ناروغانو درملنې برخه کې د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایل شوې او د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه ورته سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی و؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۱
Background image

خوست ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه تر سره شو، چې په کې  ۳۷۹ خصوصي روغتیايي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۱۵
Background image

د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت عملي پروژې پرانیست غونډه تر سره شوه

د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت عملي پروژه د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو او د مرکز او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د متخصصینو او جدي پاملرنې (ICU) برخو مسؤلینو د بستونو ګمارنې په موخه د شرایطو وړ نوماندانو څخه د ازموینې بهیر ترسره شو

دا ازموینه د تخار، کندهار، بلخ، لغمان، پکتیا، خوست، ننګرهار او لغمان ولایتونو لپاره د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د جدي پاملرنې (ICU) پروژې له‌ لوري له ۵۳ تنو نوماندانو څخه. . .

BACK TO NEWS