د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د جاني خېلو ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون نیمه پاتې چارې بیا پیل شوې

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د جاني خېلو ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د نیمه پاتې چارو د بیا پیل ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، مل پلاوي، د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل، یو شمېر ولایتي مسؤلینو، روغتیا پالانو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د مړینې کچې راکمولو او د باکیفیته او عادلانه روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ژمن دی او هڅه کوي، چې په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې ورته روغتونونه جوړ کړي.
همداراز د پکتیا د عامې روغتیا رئیس، ډاکتر معراج ګل عادل وویل، چې د دغه روغتون چارې په ۱۴۴۰ هـ ق کال کې د ٧٩ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې خو بیا یې رغنیزې چارې نیمګړې پاتې وې او اوس د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو ځل بیا پیل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه ٣٠ بستریز روغتون د بېلا بېلو برخو لپاره ٣٢ خونې، چې په کې ۲ عملیات خونې،۲ لابراتوارونه، ۱۰ بستر خونې او ۶ د OPD خونې شاملې دي، په نږدې راتلوونکي کې به یې چارې بشپړې شي.