د 2005 زېږدیز کال روغتیا نړیوالې مقررې پر بنسټ د ګډې بهرنۍ ارزونې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

یاد ورکشاپ چې د څارنې او پلټنې لوی ریاست په هڅو پیل شو، په کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د مرکزي ریاستونو تخنیکي همکارانو او روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون درلود.
د دغه ورکشاپ موخه بېړنیو حالاتو لپاره د غبرګون سیسټم ارزونه او پیاوړتیا، د 2005 زېږدیز کال روغتیا نړیوالې مقررې "IHR" پر بنسټ د ګډې بهرنۍ ارزونې ترسره کول او د لا ښې همغږۍ رامنځته کول دي.
د مالي او اداري چارو مرستیال، له یادې ارزونې څخه د ملاتړ تر څنګ د دې ارزونې په بشپړ شفافیت ټینګار وکړ او دا یې د چارو ښه والي لپاره مهمه وبلله.
دغه راز د څارنې او پلټنې لوی رئیس، دا ګډه بهرنې ارزونه یوه داوطلبانه پروسه وبلـله، چې ۱۹۶ هېوادونه یې د خپل روغتیایي سیسټم د ظرفیت ارزونې په موخه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ورکشاپ له بشپړېدو وروسته به په ملي کچه د یو اکشن پلان جوړېدو ته زمېنه برابره او د ادارو تر منځ به بشپړه همغږي رامنځته شي.