زابل ولایت کې درې بنسټیز او یو فرعي روغتیايي مرکز روغتیايي خدمات پیل کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۵۰
MOPH

د زابل ولایت  شملزو، ارغنداب، شاجوی او دایچوپان ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې درې بنسټیز او یو فرعي روغتیايي مرکز بیا فعال او د خلکو لپاره یې روغتیايي خدمات پیل کړ.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

په یادو مراسمو کې د زابل عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان وویل: " د یادو روغتیايي مرکزونو په بیا فعالېدلو سره به د دې سیمو زرګونه اوسېدونکو ته چې وړاندې له روغتیايي خدماتو بې برخې وو، روغتیايي خدمات وړاندې کېږي".

نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې یادو روغتیايي مرکزونو ته (۱۴۵) قلمه درمل او نور اړین وسایل ورکړل شول؛ ترڅو خلک له روغتیايي خدماتو برخمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS