فراه ولایت کې د درملنه شویو روږدو کسانو لپاره د مسلکي زده کړو یو روزنیز مرکز پرانیستل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۲۱
moph

دغه مسلکي روزنیز مرکز د فراه ولایت په ۸۰ بستریز روغتون کې د درملنه شویو روږدو کسانو لپاره د یو لړ  مراسمو  پرمهال پرانیستل شو.

د فراه عامې روغتیا رئیس مولوي میرصدام د دې پروژې پلي کول د هغه قشر لپاره چې پخوا له پامه غورځول شوی و، یو هیله ‌بښونکی پرمختګ وباله او ژمنه یې وکړه، چې د دغه مرکز د ښه والي لپاره به هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو درملنه شوي روږدي کسان مسلکي او وړ وګرځي.

همداراز، مسوولینو د دې مرکز له ټولګیو لیدنه وکړه، زده‌کوونکي یې وهڅول او د زده‌کړو د دوام لپاره یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۱۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د کتلوي معافیت ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په هڅو او همغږۍ د یونیسیف ادارې په مالي او تخنیکي همکارۍ د شاوخوا دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، چې رغنیزې چارې به یې د شپږ میاشتو په موده کې بشپړې. . .

BACK TO NEWS