د پروان ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئیس، مولوي امدادالله امداد د کاپیسا د عامې روغتیا د رئیس په توګه او د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئیس، ډاکټر نیاز محمد مخلص د پروان د عامې روغتیا رئیس په توګه وګمارل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۱۹
moph

د ا.ا.ا د مشرتابه او د عامې روغتیا وزارت د لزوم دید پر بنسټ، دا رئیسان د عامې روغتیا وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، ښاغلي الحاج شیخ محمد طاهر (حلیم) له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شول.

ښاغلي شیخ محمد طاهر (حلیم) د نړۍ په نظامونو کې تغیر او تبدیل، په ځانګړې توګه د ا.ا.ا په نظام کې د ښې حکومتولۍ یو اصل وګاڼه او ویې ویل: «د مشرتابه د لزوم دید پر بنسټ، نوموړي رئیسان کولای شي، چې د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ سره سم روغتیا سکټور کې خپلې نوې دندې په منظم ډول پر مخ یوسي.»

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد (زیار) د خپلې وینا پر مهال، د نویو رئیسانو معرفي کول روغتیا برخه کې یو بنسټیز کار وباله او زیاته یې کړه: «موږ دواړو رئیسانو ته د خدای تعالی څخه په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګندوو.»

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د سنتي طبابت د چارو تنظیم ریاست په نوښت او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ په مرکز کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د پلخمري ښار په بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیم د پلخمري ښار له ۳۳ خوراکي او درملیزو تأسیساتو څخه نظارت وکړ.

 د دې نظارت پایله کې ۵۱ قلمه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او WVI مؤسسې ترمنځ په هرات ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۱۵۳ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري هرات ولایت کې د رواني او لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له World Vision International-WVI مؤسسې سره د (۱۵۳۰۰۰) یو سل درې پنځوس زره ډالرو په. . .

BACK TO NEWS