لغمان ولایت کې دوه پایې د جن اکسپرټ ماشینونه فعال شول

د عامې روغتیا وزارت اړوند د نري رنځ کنټرول ملي برنامې له لوري، د لغمان ولایت علینګار اوعلیشنګ ولسوالیو په روغتونونو کې دوه پایې د جن اکسپرټ ماشینونه فعال شول، چې ورسره به د نري رنځ تشخیص او درملنې برخو کې د پام وړ ښه والی راشي.