لوګر ولایت کې یو شمیر بنسټیزې پروژې پرانیستل شوې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۳۹
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د یو ګډ پلاوي په مشرۍ لوګر ولایت ته د خپل سفر پرمهال یو شمېر بنسټیزې پروژې پرانیستې او د روغتیايي چارو ښه والي په موخه یې ولایتي روغتون څخه د لیدنې تر څنګ یې ځایي خلکو او مسئولینو سره وکتل.

مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په دغه سفر کې دادوخېلو سیمه کې د یوې روغتیايي ځالې (FHH) لپاره د نوي تعمیر د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده، وروسته یې د نائب امین الله خان ولایتي روغتون کې د (PCR) ماشین پرانیستې ترڅنګ د یاد  روغتون له روغتیايي خدماتو لیدنه ترسره کړه او هم یې د روغتیايي چارو ښه والي په موخه د لوګر عامې روغتیا رئیس حافظ سید الرحمن قادري سره ناسته ترسره کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS