مولوي مصطفی بهار د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیايي خدمتونو د رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو
د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ملا محمد حسن محمدزي له لوري مولوي مصطفی بهار د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیايي خدمتونو د رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو
د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ملا محمد حسن محمدزي نوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو ټینګار ته په اشارې وویل، ولس ته خدمت کول زمونږ دیني او ایماني دنده ده او موږ باید په ریښتینې ډول د خپلې اړوندې دندې چارې پر مخ یوسو؛ تر څو د اړمندو هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي.