ننګرهار سیمه ییز روغتون کې د تخصصي روزنیز پروګرام له پرمختګ څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۳
MOPH

د مرکزي او ولایتي تخصصي روغتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو په لړ کې چې موخه یې په تخصصي برنامو کې ستونزو ته رسېدنه، په روغتونونو کې د یادې برنامې د ځانګړي کریکولم پلي کول او د تخصصي برنامو بډایه کول دي، دا ځل د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص عمومي ریاست نظارتي ټیم د ننګرهار سیمه ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

 د اکمال تخصص ریاست نظارتي ټیم  چې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس یې هم ملتیا کوله ، د یاد روغتون ټریني ډاکترانو او استادانو په شتون کې یې د عمومي جراحي، عمومي داخلې، نسایي ولادي، ماشومانو داخلې، عصابو جراحي، غوږ او ستوني، انتاني، انستیزي او نري رنځ درملنې څانګو څخه لیدنه وکړه.

د یاد نظارت موخه د اکمال تخصص برنامې معیاري کول او په دې برنامه کې شته ستونزو ته رسېدنه ده؛ ترڅو د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو او ټولنې ته د روزل شویو متخصصینو په وړاندې کولو سره هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا په موخه د سنبلې میاشتې پر مهال له ۳۴ تأسیساتو او ښوونیزو مرکزونو څخه سروې ترسره شوې ده

د عامې روغتیا وزارت د خطر تحلیل، د خوراکي توکو څارنې او معیارونو تدوین ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خوړو ۱۳ تولیدي تأسیساتو او د ۲۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست له لوري په پنځمه ناحیه کې له بیلابیلو تاسيساتو څخه نظارتونه ترسره شول

په دغو نظارتونو کې د بیلابیلو برخو مسؤلينو او کارکوونکو ته د نظافت او حفظ الصحې مراعاتولو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره، اړين معلومات او تبليغاتي پاڼې ورکړل شوې.

دغه راز، د حفظ الصحې. . .

BACK TO NEWS