نیمروز کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۴۱
Moph

دغه نظارت د نیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او ارزونې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې یو درملتون د قانوني جواز نه درلودلو له امله وتړل شو او یو اندازه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیایي قوانینو مراعتولو او د تطبیق په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د درملتونونو فعالیت د روغتیایي قوانینو او اصولو سره سم ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول

دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۱
Background image

چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS