د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د کابل په ګوسفندرې سیمه کې د وروستۍ زلزلې له امله د يواځني پاتې شوي یتیم ماشوم (آرش) له روغتیايي وضعیت څخه لیدنه وکړه

یاد ماشوم چې نږدې درې کلن دی، د تېرې شپې زلزلې له امله یې د خپلې کورنۍ اته غړي، چې په کې والدین، خویندې او ورونه شامل وو، له لاسه ورکړي دي.

د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د دې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او روغتیايي کارکوونکو ته یې لارښوونه کړې، چې د یاد ماشوم د درملنې، پاملرنې او بشپړې رغېدنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا ډاډ ورکوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول

دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۱
Background image

چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS