هرات ولایت کې د درملو یو شمېر عمده پلورنځیو او د هغوی له نمایندګیو څخه نظارت ترسره شو
د هرات عامې روغتیا ریاست د درملو او روغتیایي محصولاتو د وارداتو او وېش د څارنې او پلټنې عمومي مدیریت مسؤلینو په پنځمه ناحیه کې له ۲۸عمده پلورنځيو او د شرکتونو له نمایندګیو څخه نظارت ترسره کړ؛ چې پایله کې یې (۴) عمده پلورنځي د لوړ قیمت پلور او د پېرلو د بل (فاکتور) نه وړاندې کولو له امله وتړل شول.
