هلمند ولایت کې د شري ناروغۍ ۲۰ بستریزه څانګه جوړه او فعالیت یې پیل کړ

هلمند ولایت کې د "ام ایس ایف" نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ ملکه ثریا "٥٠" بستریز روغتون ودانۍ کې د شري ناروغۍ نوې "٢٠" بستریزه څانګه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هلمند عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع الله وویل: د یادې څانګې فعالیت سره به د شري ناروغي تر ډېره کنټرول او د دې برخې ناروغانو ته به د درملنې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.