هلمند ولایت کې د یو پرمختللي روغتیايي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کیښودل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۶:۱۵
moph

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د درې سوه اتیا زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یو پرمختللي روغتیايي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، عامې روغتیا رییس ډاکتر سید احمد سعید، د بېلا بېلو ادارو مسؤلینو او د سیمې مشرانو ګډون کړی و.

د هلمند عامې روغتیا رییس ډاکتر سید احمد سعید د یاد روغتیايي مرکز جوړېدل د هلمند مېشتو او په ځانګړې توګه د لښکرګاه او شاوخوا سیمو خلکو د روغتیایي ستونزو حل لپاره اړین وباله.

هغه په یادو مراسمو کې زیاته کړه، چې دغه پرمختللی روغتیايي مرکز د  کډوالۍ نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د ۲۴ خونو او نورو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جوړېږي، چې چارې به یې د یولس میاشتو موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۴:۲۶
Background image

د بېرته راستنېدونکو هېودالو لپاره د روغتیایي خدماتو اړوند د بېلا بېلو ادارو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف، UNHCR، IOM او UNFPA استازو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار او زابل ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت چې د څارنې او پلټنې امریت له لوري ترسره شو، په پایله کې یې د ننګرهار ولایت اوله او دوهمه ناحیه کې ۵۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او د زابل ولایت بېلابېلو ناحیو کې ۱۹ قلمه له. . .

BACK TO NEWS