په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د چهاربولک ولسوالۍ د یو شمېر خصوصي کتنځایونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره او په پایله کې یې یو شمېر کتنځایونه، چې قانوني جوازونه یې نه درلودل وتړل شول.
همداراز له یو شمېر درملتونونو څخه له نېټې تېر بې کیفیته درمل راټول او له منځه یوړل شول.