په سنبلې میاشت کې څه باندې ۱۰ زره قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو لپاره د تورید او بازار ته د عرضې جوازونه صادر شوي دي
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تورید، بازار ته د عرضې او کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
په دې موده کې د ۴۲۴۹ قلمو درملو او روغتیايي محصولاتو لپاره بازار ته د عرضې او د ۵۶۰۷ قلمو لپاره د تورید جوازونه صادر شوي او د ۳۱۴۴ قلمو اړوند نمونه اخيستنه هم ترسره شوې ده.
همداراز، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې د ۲۹۲ قلمو خامو درملیزو موادو د تورید، ۱۵۸ قلمو د وتلو او ۲۱۲ قلمو د بازار ته د عرضې جوازونه صادر شوي دي. سربېره پر دې، د دولتي او خصوصي درمل جوړونکو فابریکو له څه باندې ۴ زرو قلمو درملو، روغتیايي محصولاتو او خامو درملیزو موادو څخه نمونې اخيستل شوي دي.
