په ننګرهار، کونړ او سرپل ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو
د ننګرهار کونړ او سرپل ولایتونو روغتیايي مسئولینو د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند، له یو شمېر کتنځایونو، لابراتوارونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې لسګونه کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د غیر قانوني فعالیتونو او اسنادو نه درلودو له امله وتړل شول او ۳۵ قلمه بې کیفیته له نېټې تېر درمل او ۵۰۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي او الکولي مشروبات راټول او اړوند ځای ته انتقال شول.
د یاد نظارت په ترڅ کې همداراز روغتیايي مسؤلینو ته لارښوونې وشوې، چې د فعالیت قانوني جوازونه ترلاسه او د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او ټاکل شویو معیارونو اړوند خدمات ترسره کړي.