په ننګرهار ولایت کې د تلاسیمیا ناروغانو د وړیا درملنې مرکز پرانیسته تر سره شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستيال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د تلاسیمیا ناروغانو د وړیا درملنې مرکز پرانیسته ترسره کړه
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د دې وزارت د روغتیا همغږۍ رئیس، الحافظ معتصم بالله توریال، د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او ګڼ شمېر نورو روغتیا پالانو ګډون درلود.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د یاد مرکز په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د ټولو هغه پانګوالو څخه یې مننه وکړه، چې د نورو برخو تر څنګ د روغتیا په برخه کې پانګه اچونه کوي او د خپلو ناروغو هېوادوالو لاسنیوی کوي.
نوموړي همداراز وویل، د خوښۍ ځای دی، چې اوسمهال په ټول هېواد کې امنیت قایم دی او موږ په ټولو هېوادوالو غږ کوو، چې د روغتیا په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد مرکز د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د دوستو خیل خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پرانیستل شو.