خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکتور، هوټلونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي کارخونو څخه نظارت ترسره شوی
یاد نظارت د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې پایله کې یې د درملو یو عمده پلورنځی او ۲۳ درملتونونه د فارمسست نه شتون له امله وتړل شول.
همدارنګه، ۱۶۵ قلمه له نېټې تېر درمل او ۱۴۳ قلمه بېلابېل له نېټې تېر خوراکي توکي، چې ټول وزن یې شاوخوا ۲۲۸ کیلو ګرامه کېږي، راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.
