د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د روغتیا ملي ستراتیژۍ د ستراتیژیک (تطبیقي) پلان په اړه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۹
moph

دغه ناسته، چې د عامې روغتیا وزارت د قدرمنو مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او تخنیکي مشاورینو په حضور کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې د عامې روغتیا وزارت د ستراتیژۍ د تطبیقي پلان او روغتیا ملي ستراتیژۍ په اړه بېلابېل اړین معلومات او موضوعات د پرېزنټېشن له لارې وړاندې شول.

د ناستې ګډونوالو د ستراتيژۍ، تطبيقي پلان، ستونزو او خنډونو په اړه خپل ارزښتناک نظرونه او وړانديزونه شريک او د ستراتيژۍ په نهايي کېدو یې خوښي وښوده، چې تر ارزونې وروسته به تأييد او توشيح شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS