په هلمند ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نطارت تر سره شو
د هلمند عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو، عمومي کتنځایونو، درملتونونو او غاښونو کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت په پایله کې ۲۳ درملتونونه، ۱۸ عمومي کتنځایونه، ۷خصوصي روغتیايي مرکزونه او ۱۹ د غاښونو کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول