په کابل کې د کولرا د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۱۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ۱۰مه او ۱۵مه ناحیه کې په یو شمېر مکتبونو او وړکتونونو کې د کولرا ناروغۍ د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو

په دغه کمپاين کې ۴۰۰۰ تنه ښوونکو او زده‌کوونکو ته د کولرا ناروغۍ د مخنيوي په موخه روغتيايي لارښوونې او معلومات ورکړل شول او د روغتيايي لارښوونو او معلوماتو ۲۵۰۰ تبلیغاتي پاڼې د مکتبونو او وړکتونونو په مناسبو ځایونو کې نصب او تشریح شوې؛ څو د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او د زده‌کوونکو روغتیا خوندي شي.

دغه راز، د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري په بیلابیلو مکتبونو او وړکتونونو کې ښوونکو او کارکوونکو ته د حفظ الصحې مراعتولو او روغتيايي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو زده‌کوونکو ته د یو خوندي تعلیمي چاپیریال زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS