ډاکټر جمعه ګل احمدزی د عامې روغتیا وزارت د جدي پاملرنې (ICU) د آمر په توګه وګمارل شو
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، عرفان الله کریمي تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام مهم اصل یاد کړ او په همدې موخه یې ډاکټر جمعه ګل احمدزی د جدي پاملرنې (ICU) د آمر په توګه د یاد آمریت کارکوونکو ته ورپېژنده.
د مقام د دفتر رئیس نوي ګمارل شوي آمر ته په چارو کې د بریاليتوب هیله څرګنده کړه او د یاد آمریت له کارکوونکو یې وغوښتل چې د تل په څېر خپلو اړوندو چارو ته دوام ورکړي؛ څو د روغتیا په برخه کې د ټولو اړمنو هېوادوالو ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه ترسره شي.