کابل ښار کې د ماشو د لاروا له منځه وړلو کمپاین پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۴۰
moph

د عامې روغتیا وزارت د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د کنټرول پروګرام له لوري په کابل ښار کې د ماشو د لاروا له منځه وړلو په موخه د لاروا‌ساید شیندلو کمپاین پیل شو.

د دغه کمپاین موخه د هغو ناروغیو مخنیوی دی، چې د ماشو په واسطه انسانانو ته انتقالېږي؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیا خوندي او د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

د یاد کمپاین په ترڅ کې د کابل ښار په هغو سیمو کې، چې د ماشو د زیاتېدنې او تکثر لپاره اوبه لرونکي ځایونه لري، د لاروا‌ساید مواد شیندل کېږي؛ دغه مواد د ماشو لاروا له منځه وړي او په دې توګه د بالغو ماشو د زیاتېدو مخنیوی کوي.

د عامې روغتیا وزارت په دوامدار ډول هڅه کوي، چې د وقایوي پروګرامونو له لارې د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د پېښو کچه راکمه او د خلکو لپاره د خوندي روغتیايي چاپېریال په رامنځته کولو کې لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

ياده غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د وزارت مرکزي رئیسانو، یونیسف نړيوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان او د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۱
Background image

د غور ولایت په ۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو د نصب چارې پیل شوې

یادې چارې د ۴۰۶ زره امریکايي ډالره په ارزښت د غور عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې د برېښنا د تولید ظرفیت یې د هر. . .

BACK TO NEWS