کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شوه
د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۶۰ بابه بېلابېل درملتونونه، کتنځایونه او لابراتوارونه د اسنادو نه درلودو له امله وتړل.
د یاد نظارت پرمهال له وخت تېر او بې کیفیته درمل راټول او غیر قانوني لوحې راښکته شوې.