کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۴۱
MOPH

د کونړ ولايت عامې روغتیا ریاست له لوري د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت (۷۸۱۵ )کیلو ګرامه  له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي توکي او غیري الکولي مشروبات راټول او له منځه یوړل شول.

یاده اندازه درمل، خوراکي توکي او غیري الکولي مشروبات چې د  کونړ عامې روغتیا ریاست اړوند څارنې او پلټنې امریت ، خوړو او درملو امریت او ګډ کمیسیون  له لوري د خصوصي طبي او غیري طبي سکټور څخه راټول شوي وو او مجموعي قیمت یې ۱۱۲۴۰۸۲ افغانۍ کېدو؛ د یو ګډ پلاوي په شتون کې له منځه یوړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د متخصصینو او جدي پاملرنې (ICU) برخو مسؤلینو د بستونو ګمارنې په موخه د شرایطو وړ نوماندانو څخه د ازموینې بهیر ترسره شو

دا ازموینه د تخار، کندهار، بلخ، لغمان، پکتیا، خوست، ننګرهار او لغمان ولایتونو لپاره د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د جدي پاملرنې (ICU) پروژې له‌ لوري له ۵۳ تنو نوماندانو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د نړیوال روغتیايي پوښښ غونډه د «سالم نسل، سالم راتلونکی، سالم اقتصاد» تر شعار لاندې ترسره شوه

په دې غونډه کې د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د نړیوال روغتیایي پوښښ اړوند پروګرام د "سالم نسل، سالم راتلونکی، سالم اقتصاد" تر شعار لاندې جریان لري!

د رهبرۍ په پیغام کې ویل شوي چې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته په هېواد کې روغتیايي پوښښ پراخ شوی او د خلکو لاسرسی روغتیايي خدماتو ته زیات شوی دی.

BACK TO NEWS