۳۴ طبي ټکنالوجستانو ته( د بیزو تڼاکې، کانګو تبې او ډینګي تبې د لابراتواري تشخیص ) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ ورکړل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۰
moph

یاد ټریننګ د عامې روغتیا وزارت تشخیصیه خدماتو ریاست اړوند، مرکزي لابراتوارونو امریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د مرکزي لابراتوارونو، انتاني ناروغیو درملنې روغتون او حوزوي لابراتوارونو ۳۴ طبي ټکنالوجستانو ته د ظرفیت لوړولو په موخه د مرکزي لابراتوارونو امریت کې ترسره شو.

د مرکزي لابراتوارونو آمر، ډاکټر مسعود دلسوز وویل: دغه روزنیز ټریننګ په عملي او نظري بڼه د مسلکي او مجربو استادانو له لوري ۳۴ طبي ټکنالوجستانو ته ورکړل شو، چې له مخې به یې دوی وکړای شي د ټریننګ په ترڅ کې زده شوي موضوعات په اړوندو څانګو کې پلي کړي.

ډاکټر دلسوز زیاته کړه، ټاکل شوې په راتلونکې کې هم طبي ټکنالوجستانو ته ورته روزنیز ټریننګونه ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست له لوري په لومړي ځل(۹۵) تنو ټریني ډاکټرانو ته د ریسرچ میتودولوژي روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

یاد روزنیز ورکشاپ لومړی د عاجل ابن سینا او ملالۍ روغتون ټریني ډاکټرانو ته د څېړنیزو مهارتونو لوړولو، د علمي څېړنې اصولو ته د لا زیاتې پاملرنې، او د شواهدو پر بنسټ طبي څېړنو ته د هڅونې. . .

BACK TO NEWS