۵۰ تنه نوماندانو څخه د میزلس فوکل پاینټ واکسین انجینر لپاره ازموینه واخیستل شوه
د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي ریاست د دې وزارت د کتلوي معافیت آمریت په همکارۍ د یوې ناستې په ترڅ کې د ارتباطاتو، روزنې، مالي او اداري څانګو ۵۰ تنه نوماندانو څخه د میزلس فوکل پاینټ واکسین انجینر لپاره ازموینه واخیسته.
په دې برنامه کې د یونیسف په ګډون د بېلا بېلو ادارو استازو شتون درلود او له ټولو وړ نوماندانو څخه په خپلو اړوندو څانګو کې تحریري ازموینه واخیستل شوه، چې د هرې څانګې لپاره ۵ سوالونه او د سوالونو د حل لپاره یو ساعت وخت ورکړل شوې و.
