۵۰ تنو ښوونکو ته د خوړو او اوبو د ارزښت په اړه یو ورځنی روزنیر ورکشاپ ترسره شو

یاد ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو خوندیتوب لوی ریاست مسئولینو له لوري د کابل ښار اتمې ناحیې سیمه کې د ادې خصوصي لیسې ښوونکو ته ترسره شو چې په کې ګډونوالو ته، د زده کړې په برخه کې د خوړو او اوبو د ارزښت او په روان باندې د غیر صحي خوړو د بدو اغېزو په اړه معلومات وړاندې شول.